کرزي د رسنیو پام له پنجاب څخه د ځان په لور واړوه !
سرلوڅ مرادزی  سرلوڅ مرادزی

     د تروریزم د مرکز او ملاتړ په لامل ، دې ورځو کې پاکستان د نړیوال په تېره بیا د امریکا تر سخت فشار لاندې دی . افغاني او نړیوالې رسنۍ هم په دې ډګر کې په منلو او څرګندو دلایلو او رسنیځو لاسوندونو د پاکستان پر ستونې د فشار کړۍ تنګوي . په داسې مهال چې پاکستان باندې د سنګسار مجرم پتوګه له هرخوا کاڼې وریږي ، پاکستانې ( جیو ) ټلویزیون کرزي  سره په مرکه دا لوری د پاکستان څخه پر کرزي باندې د نیوکو خواته ورواړاوه .

دې مرکه کې چې اوس د بهرنیو چارو وزارت او د کرزي شاوخوا نور ویاندان يي د پیوندولو هڅه کوي داسې ویل کیږي « که پر پاکستان برید وشو او د پاکستان خلکو د افغانستان مرستې ته اړتیا لرله، افغانستان به له تاسو سره لاس یو کړي .موږ ستاسو وروڼه یو، پاکستان د پخواني شوروي پوځونو د یرغل په کلونو کې موږ ته پناه راکړه، پاکستان ته موږ د ورور په سترګه ګورو، موږ په پاکستان کې د کډوالو په توګه په عزت ژوند کړی »  کرزی زیاتوي « که هرڅوک پر پاکستان برید وکړي، موږ به د پاکستان ترڅنګ ودرېږو. افغانستان به د پاکستان ورور وي او هیڅکله به له ورور سره خیانت ونه کړي » کرزی نوره هم ادامه ورکوی « پاکستاني اداره چیانوافغانستان ته خورا زیات تاوان اړولی، خو افغانستان یې لا هم ورور ګڼي »

دا خبر لکه پاکستان کې جوړ د ځانمرګو بمونو پشان ، د نړیوالو رسنیو په اسمان کې وچاود « رویټرز خبر ورکړ چی افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستانی ( جیو ) ټلویزیون سره په مرکه کی ویلی چی د امریکا او پاکستان د جنګ پر مهال به افغانستان د پاکستان دفاع کوی . »

په کور دننه هم  دا خبر د رسنیو د سرخبر پتوګه وړاندې کیږي او تر ډېره حده پر پاکستان د نیوکو پرځای د رسنیو پام د کرزي اړوپيچ څرګندونو ته رااړول شوی دی .

جیو ټلویزیون ښه مناسب وخت د کرزي سره د مرکې لپاره غوره کړي . دې پاکستاني رسنۍ په خورا ځيرکۍ سره وکړای شول چې پاکستان باندې افغان او نړیوال فشار چې دې ورځو کې د پاکستان د ټول ۶۰ کلن تاریخ په کچه بېسارې دی ، راکم کړي .

په څو تېرو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلری کلینټن ، د CIA د مشر ډیوید پيټریوس او د امریکا د لوی درستیز جنرال مارتین ډیمپسې ګډ سفر چې د امریکي ترټولو لوړپوړې چارواکې دي پاکستان ته د روښانه دریځ د بیان ښه بېلګه ګڼل کیږی .

« وړمه ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري هيلاري پاکستان ته د سفر پر مهال وويل چي پاکستان بايد په وزيرستان کي د طالبانو چي دوى يې د حقاني شبکه بولي پر ضد عمليات وکړي، او ويې ويل چي پاکستان بايد په څو ورځو يا څو اونيو کي په دې باب ګام پورته کړي.

همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې په اسلام اباد کې له پاکستانه وغوښتل «  خپله خاوره کې طالبانو د ځالو پرضد ژر تر ژره عملیات وکړي . موږ پوهېږو چې د پولې په یوه خوا کې د تروریستانو او د هغو د خوندي پناهځایونو له منځه وړل نتیجه نه ورکوي . دا مسله هغې زړې افسانې ته ورته ده چې په کور کې څوک ماران د دې لپاره نه شي ساتلی چې یوازې به ګاونډي چیچي. تاسو پوهېږۍ بالاخره به دا ماران هغه څوک چیچي چې په خپل کور کې یې ساتلي دي »

بلخواد امريکا د مشرانو جرګې د نظامي کمېټې مشر کارل يون پاکستان ته خبردارى ورکړ « که په وزيرستان کي د مېشتو طالبانو پر ضد عمليات شروع نکړي، امريکا حق لري چي نه يوازي دغه طالبان له منځه يوسي، بلکي پر هغه چا هم د حملې حق لري چي هغوى ته يې ځاى ورکړى دی.
سناتور کارل يون وويل امريکا بايد هغه ټولي ډلي له منځه يوسي چي له افغانستان څخه دباندي روزل کېږي او په افغانستان کي امريکايي پوځيان وژني .

همدا راز په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر او وتلی افغاني الاصله امریکایی سیاستوال زلمی خلیلزاد وايي «  امریکا د پاکستان په خاوره کې د حقانی شبکې د ځپلو لپاره پراخو بریدونو ته تابیا نیسي.

خلیلزاد  زیاته کړه  « پاکستان په حقاني شبکې او طالبانو باندې نفوذ لري، پاکستان باید له خپل دې نفوذه کار واخلي او هغوی سولې ته راوبولي، که چیرې پاکستان دا کار نه کوي یا یې نه شي کولای نو بیا په کار ده چې په پاکستان باندې فشار نور هم زیات شي »

یوازې څو ورځې مخکې د اکسپریس تریبیون ورځپاڼې دخپلې سرمقالې عنوان داسې ټاکلی و « امریکا له پاکستانه غواړي؛ خبرو ته طالبان قانع کړي »

دې ورځپاڼې پاکستان ته د امریکا پر جدي پیغام او د حقاني شبکې پرضد د عملیاتو پر ضرورت ټینګار کړی دی.

اکسپریس تریبیون ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې همداراز وايي ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې سپین وویل چې له پاکستانه څه غواړي. پاکستان باید خپله افغان پالیسي، چې امریکایان فکر کوي د تروریستانو په ملاتړ کې ده، بدله کړي او باید یوه منځنۍ لاره پیدا کړي.

دا ورځپاڼه اټکل کوي چې د امریکا له سخت خبرداري سره سره به پاکستان د حقاني شبکې د ځالو پرضد اقدام ونه کړي. »

د اکتوبر په۲۰ مه افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن وايي «  د افغانستان په (جنوب) ختیځ کې یې تر ټولو د خطرناکې ډلې(حقاني) پرضد عملیات پیل کړي او دا عملیات به راتلونکی کال هم د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې تر هغو دوام وکړي چې له دې لارې د افغانستان پلازمېنې ته خطر له منځه لاړ شي.

جنرال الن د چهارشنبې په ورځ له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې تر ټولو شدید عملیات به د حقاني ګروپ پرضد وي چې له طالبانو او القاعده سره په یوې شبکې کې تړلی دی.»

له حالاتو داسې ښکاري چې پاکستان بله لار نلري یا به د افغانانو او نړیوالو دا غوښتنه چې په کوردننه د ترهګرو ځالي ختمې کړي چې افغانستان ته يي د ټولوژنې او ورانې لپاره رالیږي او یا به د افغانانو او نړیوالو قهر سره غیږه نیسي .

پنجاب ،  په ۶۰ او ۷۰ زیږدیځ کلونو کې هندوستان سره د لومړۍ او دوهمې جګړې په مهال هم تر سخت فشار لاندې راغلي وو ، هغه وخت هم د کابل واکدارانو پنجاب ته ډاډ ورکړی و چې افغانستان به د پنجاب پر ضد سوقیات ونکړي . که هغه مهال افغانستان د خپلې خاورې د بېرته اخیستلو لپاره چې د اباسین پورې افغان خاوره ده ، غوښتنه کړی وای او ددې غوښتنې لپاره يي سوقیات پيل کړی وای ، حالات د افغانستان په ګټه و او نن به موږ د پنجاب د دېرش کلن تیري څخه ژغورل شوی وای.

داچې پنجاب د خپلو شوونیستي او ملیتاریستي ګټو لپاره د ترهګرو ملاتړ ته چې ټوله نړۍ د هغوی پر ضد راپاڅېدلې ده هرې خوا لاس وپښې اچوي ښۍ  چې نن هم حالات په همغه برید د پنجاب په زیان ښکاري .

موږ باید پنجاب سااخیستلو او فرصت پیداکولو ته پرینږدو . اوس چې نړۍ په یوه غږ پنجاب د تروریزم د مرکز پتوګه په نښه کړی ، باید نړۍ سره همږې واوسو .

کرزي داسې اړوپيچ خبرې څو ورځې مخکې  پر کونړ ولایت د پنجابي توغندیو د ویشتلو په مهال هم کړې وي !

پنجاب هیڅکله هم افغانان خپل وروڼه نه دي ګڼلې او تل يي د افغانانو په کور کاڼې ، بمونه او توغندې ویشتلې دي !

د توغندیو په بدل کې دې پنجاب هیله نلري چې په ګلانو بدرګه شي .

ته چې بل په کاڼو ولې هسې پوه شه

چې همدا کاڼې به ستا په لور ګوزار شي

رحمان بابا

اخځونه :

ــ بېلابېلې بریښناپاڼې

د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر ۲۳ مه       

 

 

 


October 23rd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات